> For the complete documentation index, see [llms.txt](https://chayn.gitbook.io/diy-online-safety/llms.txt). Markdown versions of documentation pages are available by appending `.md` to page URLs; this page is available as [Markdown](https://chayn.gitbook.io/diy-online-safety/pashto-p-tw/d-wlnyzw-rsynw-mhrmyt-tnzymat.md).

# د ټولنیزو رسینو محرمیت تنظیمات

![](/files/-LMAsYoCZNhfMlZSgL-F)

### Facebook فیسبوک

#### څوک له ما سره اړیکه نیولی شي؟

![](/files/-LMAfD1exwcDj2i95qKv)

#### څنګه کولای شم د هغه چا مخنیوي وکړم چې مې ځوروي؟

![](/files/-LMAs8ZgyR1dFml7J3mh)

#### چگونه از آزار و اذیت دیگران جلوگیری نمایم؟

![](/files/-LMAffHw7Guzl7TFDvLG)

### Twitter توییتر

#### امنیت او محرمیت

[![](https://github.com/chaynHQ/diy-online-privacy-starter/raw/master/ps/assets/Twitter%20-%20Security%20and%20privacy.gif)](https://github.com/chaynHQ/diy-online-privacy-starter/blob/master/ps/assets/Twitter%20-%20Security%20and%20privacy.gif)

### الې یا توکي

#### د ځای غیرفعالول

\*\*څنګه کولای شئ خپل انډرایډ محفوظ وساتئ: د بې سیمه او GPS (خدمتونو لاندې ځایونه) او د موبایل انټرنټ (چې د تنظیمات> شخصي> ځای له لارې کیږي) بند کړئ.

یاددښت: هغه وخت کې د ځای تنظیمات روښانه کړئ چې ورته اړتیا لرئ. که چیرې دا خدمتونه په اتومات ډول بند وي، د ځای تعقیبونې چانسونه کموي، د بطرۍ چارج زیات ساتي او د هغه معلوماتو له خپرولو څخه مخنیوی کوي چې د موبایل د روښانه اوفعاله اپلیکیشنونو په واسطه خپریږي.( اخیستل شوي له: )<https://securityinabox.org/en/guide/basic-setup/android> دا هم وګورئ له تنظیماتو څخه د ځایونو خدمتونه بند کړئ

\*\*څنګه کولای شئ خپل آیفون محفوظ وساتئ: \*\* د بې سیمه او GPS ځایونه بند کړئ: همدارنګه تنظیمات> محرمیت> \[ځایونو خدمتونه او ټول د ځایونو خدمتونه بند کړئ چې د ځایونو خدمتونه توکي کاروي او یا ستا په موبایل د دې خدمتونو لپاره کوم بل توکی یا اپلیکیشن کاروي. د دې لپاره چې د ټولو ویبپاڼو ته د ځایونو خدمتونه بند غیرفعاله کړئ، د سفاري اپلیکیشن د ځایونو خدمتونه بند کړئ. دا ځای وګورئ. څنګه کولای شو د iOS لپاره د ځایونو خدمتونه بند کړو: <http://www.tomsguide.com/us/turn-off-location-services-iphone,news-21276.html>

## الو یا توکو ته کوډ ورکول

### Android انډرایډ

تنظیمات> امنیت> الي (Device) ته کوډ ورکول د دې لپاره چې ډاډمن شئ چې د موبایل بطرۍ مو چارچ شوې، شاوخوا یو ساعت نیسي ترڅو خپل انډراید توکی (device) ته کوډ ورکړئ. هرکله چې یې غواړئ پرانیزئ باید رمز یا پسورډ داخل کړئ.

### iPhone آیفون

ټول آیفونونو ته په اتومات ډول کوډ ورکړل شوي وي. سره له دې تاسو کولای شئ د دې لپاره چې لاسرسی ورته لا ستونزمن او پیچلی شي اوږد کوډ ورکړئ.

## د پیغامونو اپلیکیشنې

### Whatsapp واټس اپ

[واټس اپ (WhatsApp)](https://whatsapp.com/) پیغامونه ټول کوډ ورکړل شوي دي ( دا په دې معنی ده چې د پیغامونو محتویات چې تاسو لیږئ یوازې تاسو او د پیغامونو لاسته راوړونکي لیدلای شي) خو د دې په هکله معلومات چې تاسو له چا سره او څومره موده خبرې کوي ټولیږي او ثبتیږي.

### Signal سیګنال

د [Open Whisper Systems](https://whispersystems.org/) له خوا سیګنال د انډرایډ، ای او اس او ډیسکټاپ لپاره د خبرې کولو او پیغام استونې کوډ ورکړ شوی اپلیکیشن ده. سیګنال د نورو کاروونکو د خبرو اترو محفوظ ساتلو لپاره [end-to-end encryption](https://en.wikipedia.org/wiki/End-to-end_encryption) کاروي. سیګنال د کوډ ورکړل شوي پیغامونو، ګروپي پیغامونو، ضمیمو او رسنیز پیغامونو لیږدولو او اخیستلو لپاره کارول کیږي.

امنیتي معلومات چې د سیګنال هر کاروونکی باید پرې پوه شو

### اضافي مشوره یا معلومات

* اړین: د [Smart Privacy](http://smartprivacy.tumblr.com/privacynow) لخوا د محرمیت ازموینه ورکړئ
* خپل نوم لپاره [Google Alert](https://www.google.com/alert) جوړ کړئ

د دې لپاره چې د امنیت احساس وکړئ هر هغه څه وکړئ چې تاسو فکر کوئ ورته اړتیا لرئ. بشپړ لارښود دلته ولولئ

که چیرې تاسو په پاکستان کې ژوند کوئ او په انګلیسي /اردو ژبو خبرې کوئ، کولای شئ د ډیجیټل حقوقي بنسټونو انلاین ځورونې مرستندویه لاین سره د دوشنبې – جمعې ورځ د سهار ۹ بجو تر مازدیګر ۵ بجو پورې په لاندې ټیلفوني شمیره او بریښنالیک اړیکه ونیسئ. ټیلفون شمیره: +92 0800-39393 بریښنالیک: <helpdesk@digitalrightsfoundation.pk>
