موږ هيله لرو چې تاسو زموږ د لارښود خوند!

دلته چې په انګليسي کې بشپړ لارښود پاتې برخه

که چیرې تاسو په پاکستان کې ژوند کوئ او په انګلیسي /اردو ژبو خبرې کوئ، کولای شئ د ډیجیټل حقوقي بنسټونو انلاین ځورونې مرستندویه لاین سره د دوشنبې – جمعې ورځ د سهار ۹ بجو تر مازدیګر ۵ بجو پورې په لاندې ټیلفوني شمیره او بریښنالیک اړیکه ونیسئ. ټیلفون شمیره: +92 0800-39393 بریښنالیک: helpdesk@digitalrightsfoundation.pk

د CHAYN په هکله لا ډیر مالومات او دا چې څنګه دا لارښود جوړ شو

دا لارښود د CHAYN یوه پروژه ده. CHAYN داسې یوه پروژه ده چې د ټکنالوجۍ څخه په ګټه اخیستنې غواړې ښځو ته د تاوتریخوالي او ظلم په مقابل کې ځواکمنتیا ورکړي ترڅو خوشحاله او سوکاله ژوند ولري. CHAYN وروسته له دې چې د تاوتریخوالي له قربانیانو سره یې لیدنې او خبرې وکړې، د ښځو اړوند مقالې او لیکنې یي په انلاین بڼه ولوستې او دغه راز د هغو ښځو تجربو ته په کتو سره چې له انټرنټ څخه کار اخلي، د ټولو لپاره امنیتي لارښود جوړ کړ.د یوې ټنۍ په کیکاږلو سره ټکنالوجي او انټرنټ کولای شي موږ د نړۍ هرګوټ ته ورسوئ، خو له بلې خوا کولای شي موږ ته ځینې امنیتي ستونزې او خطرونه هم پیدا کړي. دا لارښود چې د ډیرو هیوادونو د تاوتریخوالي دقربانیانو د همکاریو په مرسته جوړ شوی ډیری په انلاین تعقیب کیدو تاکید او پاملرنه کوي. زموږ موخه داده چې داسې زمینه برابره کړو ترڅو په انلاین توګه د تعقیب کیدو چانسونه ډیر کم شي. دا لارښود د ټولو هغو کسانو لپاره ده چې په انلاین توګه تعقیب شوي او ځورول شوي وي پرته له دې چې د هغو جنسیت په نظر کې ونیول شي.

زموږ CHAYN موخه او باور د یو داسې لارښود جوړول دي چې د تاوتریخوالي قربانیانو نظریې او تبصرې په کې شاملې وي، موږ یوازې د قربانیانو خبرو ته غوږ نه نیسو بلکه هغوی په خپله په داوطلبانه توګه د دې تولید برخې دي او په ګډه سره کار کوو.د موجوده انلاین لارښودونو په مرسته چې د ښځو لپاره جوړ شوي او موخه یې د ښځو هڅول دي، د CHAYNداوطلبو کارکوونکو د خلکو سره د مرکو له لارې دا لارښود جوړ کړ. ډیر مالومات وو چې باید د پوښښ لاندې نیول شوی وو خو زموږ موخه دا وه چې باید دا لارښود ډیر اسانه او سلیس لیکل شوی وي ترڅو ټول انلاین کاروونکي ورڅخه ګټه واخلي. کله مو چې لومړۍ نسخه جوړه کړه، هغه مو امنیتي کارپوهانو،د تاوتریخوالي قربانیانو او دغه راز هغه خلکو ته چې د انلاین ځورونې او تعقیب کیدنې تجربې له ځانه سره درلودې، ولیږلې. وروسته له دې چې د هغوی تبصرې او نظریې مو واخیستې ځینې نور مالومات مو هم دې لارښود ته اضافه کړل.

وروسته له هغې مو امنیتي پیشو (میییو) وړاندې کړه ترڅو دا لارښود کاروونکو ته ډیر دوستانه او د لاسرسي وړ وګرځي، له هغوی سره مرسته وکړي ترڅو له ځانه د د فاع د پروسې په موده کې قوی او ځواکمن واوسي

که چیرې تاسو ته دا لارښود ګټور ښکاري، کولای شئ زموږ نورې زیرمې هم وګورئ لکه څنګه کولای شئ پرته له قضایي وکیل څخه د تاوتریخوالي خپله قضیه جوړه کړئ،او دغه راز کولای شئ په پاکستان، هندوستان او ایټالیا کې د تاوتریخوالي او ځورونې په هکله مالومات ترلاسه کړئ.دا مالومات ښایي ډیری په انګلیسي ژبه وي خو موږ هڅه کوو چې په نورو ژبو سره یې هم چمتو کړو. له هغو شریکانو څخه چې دې لارښود په جوړولو کې یې مرسته کړې او خپلې نظریې یې له موږ سره شریکې کړي، د زړه له کومې مننه کوو. دغه راز له هغه داوطلبه همکاران هر یو نیکي، سم، لی،ډینا، ریما، کلیرس، سارا او عالیاڅخه چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه یې موږسره د مالوماتو او دې لارښود په جوړولو کې مرسته کړې منندوی یو.

همداراز له هغو انجیو ګانو او امنیتي کارپوهانو څخه هریو سارابکرد ټیک بیک دټیک څخه، نیګهت ډاډ، همارا انټرنټ، ثریا چیمالی، رانډي لی هارپر، جکي ورنیمونټ، مارټین شیلټن، رایټ ټو نو، د تاوتریخوالي ضد حقوق پوهان او له فاکس اټ ټکټیکل ټک ایڼډ انجین روم څخه هم منندوی یو چې د دې لارښود په چمتو کولو کې یې خورا ډیرې مرستې کړې دي.غواړو ووایو چې دا لارښود د ډیرو زیرمو سره د مشاروې وروسته چمتو شوی دی. دا زیرمې DIY Feminist Security Toolkit, NNEDV’s TechSafety, Feminist Frequency, The Smart Girl's Guide to Privacy: Practical Tips for Staying Safe Online او Tactical Tech’s various resources. دي.

همدا راز له ټولو ژباړونکو څخه هم مننه کوو چې دا لارښود یي په بیلابیلو ژبو وژباړه.نویدالله پاڅون (پښتو)، محب الله شادان (دري) محمود قدیح (عربي)، ایسارا یاسینوا (روسي)، ساندرا هرنیندز (هسپانوي)، مریم فیصل (اردو) او هادي لی وان (فرانسوي) زموږ پروژه جریان لري او له تاسو ټولو څخه هیله من یو چې له موږ سره د دې پروژې په لا ښووالي کې مرسته وکړئ. که چیرې غواړئ له موږ سره خپله نظریه او وړاندیز شریک کړئ، مهرباني وکړئ لاندې بریښنالیک ته لیک واستوئ team@chayn.co.

ستاسو له همکاریو یوه نړۍ مننه. زموږ او ستاسو دا ګډ کار به په زرګونو میرمنو سر چې د یوازېتوب او کمزورۍ احساس کوي مرسته وکړي ترڅو غښتلې واوسي. موږغواړو هغوی وپوهوو چې دوی یوازې نه دي، موږ او ډیر نور له هغوی سره یو. په درناوي

http://chayn.co | @ChaynHQ | team@chayn.co

Translation by Naveedullah Pasoon.

Last updated