تاسو څنګه تعقیبیږئ؟

د خپلو انلاین فعالیتونو تعقیبول

ویب یا انټرنیټ څخه د استفادې په وخت کې، نوې او عصري ټکنالوجي د بریښنالیکونو، موبایل اپلیکیشنونو، لټونګرو (براوزر) او د ټولنیزو رسنیو له پیغام لیږدونکي وسیلو په واسطه ستاسو په اړه معلومات ټولوي. دا معلومات کولای ستاسو مقابل لوري سره مرسته وکړي ترڅو ستاسو شخصي حریم،انلاین پیژندګلوي او وړیا معلوماتو ته ستاسو لاسرسی په خطر کې واچوي

هغه معلومات د نورو لاسته رسیدلای شي چې تاسو یې د خپلو انلاین حسابونو (اکونټونو) جوړولو/ثبتولو وخت کې داخلوئ لکه پته، بریښنالیک، شخصي خوښې او نور تفصیلات همداراز هغه معلومات کیدای د نورو لاسته ورسیږي چې تاسو یې په ناپوهۍ کې له نورو سره شریکوئ (لکه: ستاسو ځیرک ټیلفون څخه معلومات د wifi څپو یا د GPS په مرسته نورو ته خپریږي او هغوی ته ښایي چې تاسو له کومو ځایونو او ویبپاڼو څخه لیدنه کړې ده. کله چې تاسو د ځای، وخت، لیږدونکې اپلیکیشن او نورو په هکله معلومات استوئ کیدای شي ستاسو بریښنالیکونه او انځورونه هم د نورو له خوا تعقیب شي. " ټولنیزې ویبپاڼې لکه فیسبوک په خپله ستاسو شخصي معلوماتو ته زیانمن کیدای شي ځکه تاسو په خپل فیسبوک حساب کې داسې معلومات خپروئ چې نورو ته ستاسو د تعقیبولو او معلوماتو لاسرسي لاره برابروي"

د دې لپاره چې پوهه شئ ستاسو په انلاین ډول څومره په امن کې یاست، هیله ده د خپلو ماشومانو او ملګرو انلاین شتون او د هغوی د اړیکو اغیزه ستاسو پر شخصي امنیت وګوري او ورته پاملرنه وکړئ. که چیرې تاسو یا ستاسو خپلوانو د انلاین بریښنالیک، پیغام او یا بلې انلاین لارې څخه ګواښ ترلاسه کړي وي، هیله ده ژر تر ژره پولیسو سره اړیکه ونیسئ او لپاره یې شواهد برابر کړئ.

په داسې حال کې چې تاسو پوهه شوئ چې په ناپوهۍ کې مو نورو سره خپل شخصي معلومات شریک کړي، کولای شي همدا اوس لاس په کار شئ.

څنګه کولای شود زیان مننې مخه ونیسو:

د خپلو ټولنیزو رسنیو پاڼو څخه وروسته له دې مو چې کار ختم شو ووځئ. ( له دې سره تعقیب کوونکي نه شي کولای ستاسو او ستاسو اړیکو په اړه معلومات ترلاسه کړي) د لټونګر(براوزر) د کومکي توکو (browser extensions) په نصبولو سره کولای شئ ستاسو حریم ته د تعقیب کوونکو لاسرسی بند کړئ او خپل انلاین حریم لا په امن کې کړئ. په ټولنیزو رسنیو کې د پوسټونو په اړه ډیر محتاط اوسئ. په مستعار ډول خبرې (chat) او وروسته مو د خبرو تاریخچه پاکه کړئ. په یاد ولري ستاسو تعیقیب کوونکي دا وړتیا لر ي چې ستاسو په کور کې د هر غړي یا هغه چا آله (موبایل، کمپیوټر) وڅاري چې تاسو له تاسو سره په اړیکه کې وي.په پای کې ستاسو خپل امنیت ستاسو ملګرو او کورنۍ پورې تړاو لري.

که چیرې تاسو په پاکستان کې ژوند کوئ او په انګلیسي /اردو ژبو خبرې کوئ، کولای شئ د ډیجیټل حقوقي بنسټونو انلاین ځورونې مرستندویه لاین سره د دوشنبې – جمعې ورځ د سهار ۹ بجو تر مازدیګر ۵ بجو پورې په لاندې ټیلفوني شمیره او بریښنالیک اړیکه ونیسئ. ټیلفون شمیره: +92 0800-39393 بریښنالیک: helpdesk@digitalrightsfoundation.pk

Last updated