خطرونه

۱. خپل امنیت ته خطرونه وپیژنئ تاسو باید د خپل انلاین شتون امنیت ته همدومره پاملرنه وکړئ څومره چې خپل فزیکي شتون ته کوئ. انلاین امنیت ستاسو روغتیا او خوښۍ لپاره ډیره اړینه ده.که چیرې څوک زموږ په انلاین حریم حمله کوي، په ښکاره ډول په غصه کیږو او خواشیني کیږو.

۲. د خپل امنیت ځواک وارزوئ

له ځانه وپوښتئ:

ستاسو تعقیب کوونکی/حمله کوونکی څوک دی؟ ایا حمله کوونکی پیژنئ؟ ایا حمله کوونکی تاسو سره اړیکه لري؟ ایا هغوی په مالي ډول شتمن دي؟ ایا هغوی په سیاسي/ټولنیزه توګه اغیزمن دي؟ ایا په دې پوهیږي څنګه ټکنالوجۍ څخه ګټه واخلي؟

ستاسو انلاین چاپیریال په کوم ځای کې ګواښونه ډیروي؟ کوم قوانین او پالیسۍ پلي شوي دي؟ ستاسو د حمله کوونکي د ټولنې، کورنۍ او خپل فرهنګي نورمونه کوم دي؟

که چیرې په دې اړه نه پوهیږئ کوښښ وکړئ له هغو خلکو څخه دا معلومات واخلئ چې تاسو پرې باور لرئ.که چیرې د امنیت او شخصي حریم قوانینو په هکله معلومات ترلاسه کول ستونزمن وي، په دې حالت کې امکان شته چې نوموړي قوانین یا هیڅ شتون ونلري او یا ډیره په کمه کچه پلي شوي وي، نو ځکه ستاسو انلاین چاپیریال ته ګواښونه زیاتیږي.

په کوم ځای کې چې تاسو ژوند کوئ څومره اسانه دي چې چا ته بډۍ ورکړې؟ ایا ستاسو حمله کوونکي، ستاسو معلوماتو ته د لاسرسي لپاره له خپل اقتصادي/ټولنیز سرچینو څخه ګټه اخلي؟ایا حمله کوونکي ستاسو په خپلوانو اغیزه او ځواک لري؟

۳. هغه امنیتي برخې چې باید ورته لومړیتوب ورکړل شي

د Smart Privacy په واسطه د خصوصي حریم ازموینه ورکړئ. یوازې تاسو پوهیږئ چې له کومو الو (devices) ګټه اخلئ، کومو اپلیکیشنونو او خدمتونو ته لاسرسی لرئ، څنګه له دې توکو څخه ګټه اخلئ او د څه لپاره هغوی کاروئ. پاملرنه وکړئ چې کومه سټراټیژي باید په کار واچوئ او په یاد ولرئ چې له دې سره ښایي په کارونو کې بدلون راشي یا ستاسو ارامتیا یو څه اغیزمنه کړي، نو ځکه هغه سټراټیژي غوره کړئ چې ستاسو له حالاتو سره سمون خوري.

الې (devices) او اپلیکیشنونه

په پاملرنې سره هغه اله، اپلیکیشن یا شبکه وټاکئ چې تاسو یې د خپلو معلوماتو لپاره باوري ګڼي. په یاد ولرئ چې کیدای شي ستاسو موبایل فون او لپټاپ کمپیوټر ستاسو اړوند معلومات ټول کړي، او امکان لري د خدمتونو برابرونکو سره یې شریک کړي او یا په ناوړه ډول د هیکرانو له خوا ورته لاسرسی وشي. کیدای شي ستاسو اړیکې، اپلیکیشنې او نورو خدمتونو امنیت خراب شي او ستاسو د فعالتیونو د څارلو په موخه ورڅخه ګټه واخیستل شي.

بریښنایي حساب -اکونټ

بریښنایي حساب ستاسو انلاین فعالتیونو په مرکز کې ځای لري.لکه څنګه چې تاسو د نورو حسابونو (اکونټونو)، ویبپاڼو، ټولنیزو رسنیو پلټفارمونو او نورو جوړولو لپاره له دې څخه کار اخلئ.که چیرې څوک ستاسو بریښنایي حساب(اکونټ) ته لاسرسی پیدا کړي په دې معنی ده چې ستاسو ټولو نورو حسابونو او معلوماتو ته لاسرسی پیدا کولای شي.

سپای ویر - Spywares

له دې پرته چې تاسو پوهه شئ ستاسو ټیلفون کیدای شي داسې عیار شي چې د ټیلفون میکروفون محدوده کې ټول اوازونه ثبت او ولیږدوي. ځینې ټیلفونونو کې دا ځانګړتیا په داسې حال کې چې بندهم وي له لیرې فعالیدی شي .

که چیرې تاسو په پاکستان کې ژوند کوئ او په انګلیسي /اردو ژبو خبرې کوئ، کولای شئ د ډیجیټل حقوقي بنسټونو انلاین ځورونې مرستندویه لاین سره د دوشنبې – جمعې ورځ د سهار ۹ بجو تر مازدیګر ۵ بجو پورې په لاندې ټیلفوني شمیره او بریښنالیک اړیکه ونیسئ. ټیلفون شمیره: +92 0800-39393 بریښنالیک: helpdesk@digitalrightsfoundation.pk

Last updated