قوي پسورډ
Last updated
Last updated
د عامو زیان مننې سره د مبارزې څو اسانه لارې
د عامو زیان مننې سره د مبارزې څو اسانه لارې
د خپل رمز (پسورډ) دځواکمنتیا معلومولو لپاره،زما رمز (پسورډ) څومره په امن کې دی وګورئ.
هیڅکله هم رمزونه (پسورډونه) بیاځلي مه کاروئ.
د بیلابیلو سایټونو (پاڼو) لپاره یو شان رمزونه مه کاروئ. هر نوې پاڼې (سایټ) ته ننوتلو لپاره نوی رمز( پسورډ) جوړ کړئ.
هیڅکله اجازه مه ورکوئ لټونګر(براوزر) ستاسو رمز (پسورډ) ثبت کړي.
د رمز (پسورډ) پرځای رمزي عبارت (پسفریز) وکاروئ.
د رمز (پسورډ) جوړولو لپاره د پورتني/ښکتني توري، شمیرې او نښې ((سمبولونه) وکاروئ.د ځواکمن رمز(پسورډ) جوړولوګورئ.
د رمز(پسورډ) جوړونې تنظیموونکي رمز (پسورډ) جوړونې اسانتیاوې لري چې په مرسته یې کولای شو پیچلي رمزونه (پسورډونه) جوړ کړو.
د رمز (پسورډ) تنظیمولو توکي د ستاسو د رمز کوډ لرونکې بڼه ساتي، له دې سره تاسو کولای شئ د هرې پاڼې لپاره یو بې ساری او امنیت لرونکی رمز (پسورډ) غوره کړئ د دې پر ځای چې څو رمزونه (پسورډونه) په یاد وساتئ.
ډیری وړیا رمز (پسورډ) تنظیم کوونکي شته چې تاسو ورڅخه کولای شئ یو وټاکئ. د مثال په ډول KeePass، (وګورئ څنګه یې جوړ او وکاروو)،LastPass او Padlock.
په دې هکله ډیر بحثونه شوي چې څو ځله باید خپل رمزونه (پسورډونه) بدل کړو (لینک). داسې هم وړاندیز کیږي چې موږ ستاسو رمزونه (پسورډونه) له ۳ -۹ میاشتو پورې یو ځل بدل کړو. تاسو ته وړاندیز کوو چې خپل رمز (پسورډ) دناامنۍ احساس کولو په صورت کې بدل کړئ.
دوه فکټوره پیژندګلوي نورو ته ستونزې جوړوي ترڅو ستاسو حسابونه (اکونټونه) هیک کړي.د لومړۍ مرحلې (رمز یا پسورډ) داخلولو پرځای خپل اکوڼت یا حساب ته د ننوتلو لپاره تاسو هغه کوچنۍ کوډ داخلوئ چې تاسو ته د بریښنالیک، متن یا د موبایل کوم بل اپلیکیشن له خوا استول شوی وي.د دوه فکټوره تصدیقول فعالولو لپاره دا ځایوګورئ.
که چیرې تاسو په پاکستان کې ژوند کوئ او په انګلیسي /اردو ژبو خبرې کوئ، کولای شئ د ډیجیټل حقوقي بنسټونو انلاین ځورونې مرستندویه لاین سره د دوشنبې – جمعې ورځ د سهار ۹ بجو تر مازدیګر ۵ بجو پورې په لاندې ټیلفوني شمیره او بریښنالیک اړیکه ونیسئ. ټیلفون شمیره: +92 0800-39393 بریښنالیک: helpdesk@digitalrightsfoundation.pk